اسلام آباد۔28مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اکرم دراني د اسرائيلي ځواكونو لخوا د مسجد الاقصی د بې حرمتۍ او د عبادت كوونكو د منع كولو عمل سخته غندنه كولو سره و ئيلي دي چې د اسراييلي ځواكونو لخوا د مسلمانانو د عبادت كولو نه منع كول د بنيادي انساني حقونو خلاف ورزي ده۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر د نهې په ورځ خپل د غندنې بيان كښې ووئيل چې د پاكستان پارليمان او اولس د فلسطين له اولس سره د بشپړ پيوستون څرګندونه كوي٬ دوئي زياته كړه چې په فلسطين او كشمير كښې د بشري حقونو روانې خلاف ورزۍ د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو ته ګوته پورته كوي۔ دوئي غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې په مقبوضه بېت المقدس كښې د فلسطیني وګړود د حقونو ساتنې لپاره اقدامات وكړي۔
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔