اسلام آ??اد??21جولائی(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئیلي دي چې قرباني یوازې د یو څاروي ذبح کول نه دي بلکه د دې مقصد لوړو اهدافو ترلاسه کولو له د انسان خپل خواهشات قرباني كول دي۔ حكومت د بېلو سكيمو??و د لارې او??س ته ريليف وركوي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به د پرمختللو هیوادونو سره څنګ په څنګ ودریږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د لويے اختر مناسبت سره خپل پېغام كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د لويے اختر د خوشحالۍ په موقعه ټول پاكستاني او??س او اسلامي نړۍ ته مباركي وركوم۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د پاكستاني او??س او د ټولې اسلامي نړۍ عبادات قبول كړي۔ هغه ووئيل لويے اختر د حضرت ابراهيم علېه السلام د اطاعت او د حضرت اسماعيل علېه السلام د منلو او رضا ياد په توګه لمانځلے شي۔ په ننۍ ورځ دغه عظيمو شخصيتو??و د اطاعت او قربانۍ ځانګړې مثال وړاندے كړے ؤ۔ دا عمل پاك پروردګار ته دومره خوښ شو چې دا ئې تر قيامته د محمد علېه السلام امت لپاره د عبادت په حېث لازمي وګرځولو۔ هغه ووئيل د قربانۍ جذبه يو عالمګير حېثيت لرونكې جذبه ده۔ په نړۍ كښې كوم قام تر هغه وخت ترقي كولې نه شي تر كومې چې هغه د ايثار او قربانۍ جذبه نه لري۔ هغه ووئيل قرباني یوازې د یو څاروي ذبح کول نه دي بلکه د دې مقصد لوړو اهدافو ترلاسه کولو له د انسان خپل خواهشات قرباني كول دي۔ دا جذبه انسان كښې هغه صلاحيت رامخې ته كوي كوم چې په سختو حالاتو كښې هم انسان بې لارې كېدو ته نه وركوي۔ دا هغه جذبه وه چې له مخې ئې پاكستانې او??س د كورونا وائرس په ډول نړيوالې وبا څخه د حوصلې او قامي تګلارې په بنياد محفوظ پاتے شوے دے۔ هغه ووئيل خوږ هېواد چې كومو معاشي ستونزو سره مخ وو د پاك پروردګار په فضل او كرم اوس حالات بدل شوي دي۔ زمونږ معيشت په سم لوري رو??ن شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت اقداماتو په نتيجه كښې د معاشي شمېرې د ډاډ وړ دي۔ د بېلو سكيمو??و د لارې او??س ته ريليف وركولې شي۔ هغه ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به د پرمختللو هیوادونو سره څنګ په څنګ ودریږي او ټول پاكستانې او??س به د نړۍ وړاندې هڅكه غړۍ ولاړ وي
د قربانۍ مقصد لوړو اهدافو ترلاسه کولو له د انسان خپل خواهشات قرباني كول دي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به د پرمختللو هیوادونو سره څنګ په څنګ ودریږي، د لويے اختر په مناسبت د وزيراعظم عمران خان پېغام
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری