اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) وز??راعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت عام اولس ته د زياتې اسانتيا ورکولو لپاره هر ممکنه ګامونه پورته کوي٬ د ګرانۍ د لاسه بې وز??ه وګړو ته په ضروري څيزنو سبسډيز وركوؤ٬ زياتو نه زياتو بې وز??ه كورنيو ته ګټه رسولو لپاره د رجسټرېشن عمل بايد تند كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د احساس راشن پروګرام په اړه د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د غربت خاتمې لپاره د وز??راعظم خاص مرستيالې سناتورې ډاكټر ثانيه نشتر٬ د خزانې صلاحكار شوكت فياض ترين٬ د ګلګت بلتستان وز??راعلی خالد خورشيد٬ د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د پنجاب اعلی وز??ر سردار عثمان بزدار ٬ د خېبر پښتونخوا اعلی وز??ر محمود خان او د آزاد كشمير وز??راعظم سردار عبدالقيوم خان نيازي د ويډيو لېنك له لارې په غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔ په دې موقعه وز??ر اعظم ووئيل حكومت عامو وګړو ته زيات نه زيات ريليف وركولو له هر ممكنه ګامونه پورته كوي۔ هغه ووئيل د ګرانۍ د لاسه اولس ته د رسېد??نك?? تكليف احساس لرؤ ٬ مونږ بې وز??ه اولس ته په ضروري څيزونو سبسډي وركوؤ۔ دې نه وړاندې وز??ر اعظم ووئيل چې د احساس راشن پروګرام ترسېوري لاندې هغه دوه كروړه كورنيو ته په اوړو ٬ غوړو او دالونو زر روپۍ د مياشتې سبسډي وركولې شي د كومو آمدن چې له 50,000 روپو نه كم دے۔ وز??راعظم ته بريفنګ كښې وئيلي شوي چې دا پروګرام به د دسمبر 15مې نېټې څخه په ټول هېواد كښې پېل كېږي۔ د دې پروګرام له مخې د كريانې سټورونو رجسټرېشن روان دے او تر دې دمه 15 زره نه زيات كريانه سټورونه رجسټرډ كړې شوي ??ي۔ وزيراعظم اړوندو چارواکو ته هدايت وكړو چې په هېواد كښې دې د رجسټرېشن عمل ??ړن??ې كړې شي دغسې چې زياتو نه زياتو كورنيو ته ګټه ورسولې شي۔ هغه په د?? لړ كښې د كريانه سټورز په مالكانو او نورو ممكنه ګټه پورته كوؤنكو كښې بېداري پېدا كولو له د ضلعي حكومت چارواكو متحرك كولو هدايت هم وكړو۔
د ګرانۍ له امله د خلکو د کړاو احساس لرؤ ٬ بې وزله خلکو ته په ضروري څيزونو سبسډي وركوؤ٬ د وزيراعظم عمران خان د احساس راشن پروګرام په اړه غونډې ته خطاب ٬ سبسډي لپاره د رجسټرېشن عمل ګړندي كولو هدايت
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات