اسلام آباد۔9 اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پارليمنټ سپريم اداره ده ٬ كومه اداره له پارليمنټ څخه بالاتر نشته ٬ ټول سياسي ګوندونه دې ټول ټاكنو له تګلاره ترتيب كړي٬ سياسي عدم استحكام سره معيشت ځپلې كېږي۔ د خالي په ورځ پارليمنټ هاؤس څخه به?? ميډيا سره خبرو كښې ??ه ووئيل ټول اپوزيشن آئين ماتونكې دې۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې د آئين له مخې ټاكنې وكړې شي ٬ ټولو سياسي ګوندونو له به په دې لړ كښی تګلاره ترتي?? كول وي۔ ده ووئيل د پوځ او عدليې دا كار نه دې چې هغه هر وخت د سياستدانانو مسئلې حل كړي ٬ سياستدانانو له به د وړاندې تللو په اړه سوچ كول وي۔ ده ووئيل سياستدانان بايد خپلو كښې كېښني او د سپېځلې ټاكنو لپاره فرېم ورك وضعه كړي ٬ دا ټوله ډرامه به ختمه شي۔ ده ووئيل اپوزيشن د ضميرونو سودا كولو له منډۍ لګولې ده٬ دا ډول بازار لګولو سره كرائسز نه ختمېږي۔ د مارشل لاﺀ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ه ووئيل د مارشل لاﺀ لګېدو ذمه وار به هغه وي كوم چې ضمير نه لري۔
پارليمنټ سپريم اداره ده ٬ كومه اداره له پارليمنټ څخه بالاتر نشته ٬ ټول سياسي ګوندونه دې ټول ټاكنو له تګلاره ترتيب كړي٬ سياسي عدم استحكام سره معيشت ځپلې كېږي٬ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria