نیویارك 22 ستمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې بهرني سرمایه كار په پاكستان كښې سرمایه كارۍ لپاره راغب كولو ته خاص پام لرنه كوو، حكومت كاروبار دوست ماحول پیدا كولو ته پام لرنه كوي، حكومت به د امریكا پاكستان بزنس كونسل تجاویز هركلے كوي، پاكستان كښې د غیر ملكی سرمایه كارۍ په نظام باور لرو۔ترلاسه شوې پرېس ریلیز له مخې نګران وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 78مې غوندې په موقع یو اېس پاكستان بزنس كونسل پلاوي سره ملاقات كړې۔په دې موقع وزیراعظم ووئيل د امریكا كارپوریټ سیكټر بايد د پاكستان سره پخواني او د نتيجې وړ اړيكو زياتولو له په تګلارو او ذريعو غور وكړي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان معیشت په ټولو څانګو كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ حكومت كاروبار دوست ماحول پیدا كولو ته خاص پام لرنه كوي۔په دې لړ كښې به د ټول تجاویز هركلے كولې شي۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې حكومت د غیرملكی سرمایه كارۍ په نظام باور لري او په دې كښې به غیر ملكی سرمایه كارو له آسانۍ وركولې شي،د هغوي باور زياتولو ، زراعت ، آئی ټی ، معدنیات ، كان كنی او توان په ترجیحی څانګو كښې په منصوبو عملدرآمد تندولو لپاره خصوصی سرمایه كارۍ كونسل جوړ شوې دې۔ نګران وزیراعظم د سرمایه كارۍ لپاره په خاص توګه زراعت، فارما سیوټیكل ، صحت پشمول بيلې څانګي او ډیجیټل بینكنګ په ګوته كړې چرته چې د امریكې كمپنۍ په پاكستان كښې خپله سرمايه كاري زياتولې شي۔د كونسل صدر ایسپیرانزه جیلالیان نګران وزیراعظم له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركولو سره هغه له باور وركړو چې امریكا به د پاكستان بزنسل كونسل او حكومت پاكستان سره مرستي زياتولو او د سرمایه كارۍ لپاره موقعې لټولو له رابطے رواني ساتي۔په دې موقع د پلاوي غړو نګران وزیراعظم په پاكستان كښې د خپل كاروبار او پاكستانی ماركیټ كښې د خپلي سرمایه كارۍ زياتولو منصوبو په اړه خبر كړو
بهرني سرمایه كار په پاكستان كښې سرمایه كارۍ لپاره راغب كولو ته خاص پام لرنه كوو، حكومت كاروبار دوست ماحول پیدا كولو ته پام لرنه كوي۔نګران وزیراعظم
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن