اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د فلك سترګو د مئي 9م نيټې غوندې ناوړه پېښه د دې نه وړاندې نه وه ليدلي٬ مونږ په زړه كښې كوم انتقام نه لرو٬خو د شهيدانو بې حرمتي كوٶنكي او د دوي يادګارونه د پښو لاندې كوٶنكي به انصاف سره مخ كول وي، كه شرخوښو سره كه رعايت وكړے شو نو الله دې نه كړي دا هېواد به بچ نه شي۔ په سويلين تنصيبات د بريد كوٶنكو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ او په پوځي تنصيباتو د بريد كوٶنكو په ضد به د آرمي اېكټ او نورو قوانينو له مخې كاروائي كولې شي۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مئي د نهمې نيټې پحقله په بحث كښې برخه اخستو سره وزيراعظم د دغه پېښې غندنه كولو په اړه د ايوان د قرارداد مننه كولو سره ووئيل په سويلين تنصيبات د بريد كوٶنكو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ او په پوځي تنصيبات د بريد كوٶنكو په ضد به د آرمي اېكټ او نورو اړوند قوانينو له مخې مقدمې چولې شي۔وزيراعظم ووئيل د ميانوالي په ايئربېس چې كومه الوتكه نصب كړې شوې ھغه د غريب اولس په پېسه د وطن دفاع لپاره اخستې شوې وه، ھغې ته دغه ډلو اور لګولے نو دا بېخي هېواد دښمنې نه ده نو نور څه دي؟، دا ډول مقدمې به د آرمي اېكټ له مخې چلولې شي۔ وزيراعظم واضح كړه چې سول او په پوځي تنصيبات د بريد كوٶنكو په ضد به د موجوه قوانين له مخې مقدمې چلولې شي او يوه نوې قانون سازي به نه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل عمران نيازي تېره ورځ يو ځل بيا ټويټ كړے چې پكښې ئې پاك دروغ وئيلي۔ وزيراعظم شهباز شريف د موجوده آرمي چيف او د وخت د آئي اېس پي آر ډي جي د منصب نه لرې كولو پحقله د عمران خان ټويټ فراډ او ټګي ګرځولې۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره زما په علم كښې ده چې د آئي اېس آئي ډي جي چې عمران خان ته د حقائقو په بنياد د ھغه د كورودانۍ د كرپشن ثبوت وړاندې كړل نو عمران خان غصه شو او نور هر څه د تاريخ برخه دي۔ وزيراعظم ووئيل د 60 اربه روپو كرپشن به هغه كوم خوا وړي ؟ دي ووئېل د سعودي ولي عهد ناوياته ډالۍ په بازار خرڅه كړې شوې او ناسم رسيدونه جوړ كړے شوي ٬ د دې نه زيات قام او سعودي عرب غوندې ملګري هېواد سره سنګينې ټوقې نورې څه كېدې شي۔ وزيراعظم ووئيل كله چې په 60 اربه كرپشن عمران خان ته نېب نوټس جاري كړو نو ما ته هم د دې علم نه ٶ٬ د دې په نتيجه كښې چې د مئي په 9مه نيټه كومه تباهي شوې٬ چشم فلك د مئي د 9م نيټې غوندې ناوړه پېښه د دې نه وړاندې كله نه وه ليدلي٬ ده ووئېل پخپل اقتدار كښې عمران خان اپوزيشن په ناسمه مقدمو كښې په كوټ لكهپت زندان كښې بندي كړے ؤ٬ د ذاتي آنا لپاره به عمران خان لاهور ته راتللو او هدايات به ئې جاري كول۔ وزيراعظم ووئيل عمران خان د امريکې د سازش په تور پاك امريكا اړيكو ته زيان رسولے ٬ شپه او ورځ په دروغو ئې د اولس په ذهن كښې دا خبره واچوله چې امريكې په سازش حكومت ختم كړے، اوس عمران خان د امريکې مدد غواړي، ده ووئېل عمران خان د پاکستان خارجه اړيكې وېجاړې كړې٬ ھغه چين چې د هماليه غونډې مونږ سره ولاړ دے٬ ھغه چين كوم چې جي-20 كنفرنس كښې په سرينګر كښې د ګډون نه پاك انكار كړے ٬ د دغه چين په ضد عمران خان تورونه لګوي او وئيلي ئې دي چې په سي پېك كښې كرپشن كېږي، دړدمند زړه لرونكے يو پاكستانے داسې خبره نه شي كولے، زه د چين قيادت ته سلام كوم چا چې يو ځل بيا د پاكستان بشپړه ملګرتيا كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل دا قام به د د 9 مئي پېښې هېرې نه كړي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ په زړه كښې كوم انتقام نه لرو٬خو د شهيدانو بې حرمتي كوٶنكي او د دوي يادګارونه د پښو لاندې كوٶنكي به انصاف سره مخ كول وي، كه شرخوښو سره رعايت وكړے شو نو الله دې نه كړي دا هېواد به بچ نه شي۔ په سويلين تنصيبات د بريد كوٶنكو په ضد به د ترهګرۍ مخنيوي اېكټ او په پوځي تنصيبات د بريد كوٶنكو په ضد به د آرمي اېكټ او نورو اړوندو قوانينو له مخې كاروائي كولې شي۔ ده ووئيل پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) تل په صبر او زغم ناوړه پېښې زغملي او جمهوري طريقه كار ئې خپل كړے۔ وزيراعظم ووئيل د مئي د 9مې نيټې ذمه وار قانون سره مخ كول د قام امانت دے او زه به د قام امانت قام ته وركوم
د فلك سترګو د مئي 9م نيټې غوندې ناوړه پېښه د دې نه وړاندې نه وه ليدلي٬ شرخوښو سره كه رعايت وكړے شو نو الله دې نه كړي دا هېواد به بچ نشي۔ د شهباز شريف په قامي اسمبلۍ كښې د مئي 9مې نيټې په اړه بحث
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔