اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د پي ټي آئي مشرتابه ته تر 17 اكتوبر د احتجاج مؤخر كولو مشوره وركولو سره وئيلي دي چې احتجاج كول د هر چا حق دے خو د هيواد د بدنامولو په قيمت به چاته د سياست اجازه وركولې نه شي ٬ كله چې په پاكستان كښې د ملائيشيا وزيراعظم موجود وي ٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوي او د چينائي صدر راتلل وي او د اېس سي او كنفرس كېدل وي نو په داسې وخت كښې د احتجاج كولو مطلب څه وي؟ مونږ له د سېكورټي انتظامات?? ته كتل دي ٬ كه نن د جمعې په ور?? څوك احتجاج كوي نو هغوي سره به هېڅ ډول نرمي كولې نه شي٬ د كے پي كے وزراعلی ي?? ښه انسان دے هغه له به دې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په اسلام آباد د بريد به په هر صورت كښ?? مخنيوي كوؤ۔ ده د زيارت په ور?? خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل دا مهال د اسلام آباد انتظاميې لپاره حساس وخت دے۔ د ملائیشیا وزیراعظم تر سبا ور??ې په پاكستان كښې دے٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوې راتلونكے دے٬ د چين صدر هم پاكستان ت?? راروان دے٬ دې څخه وروستو به د اېس سي او كنفرنس كيږي۔ په 17 اكتوبر د چينائي صدر بېرته تلل دي۔ دا مهال د هغه سېكورټي انتظامات ضروري دي۔ ده ووئيل په 4 اكتوبر پي ټي آئي د احتجاج كال وركړے دے ٬ پي ټي آئي ته وايؤ چې سياست ضرور وكړۍ خو په داسې وخت كښې نه كله چې د كوم بل هېواد مشر په پاكستان كښې موجود وي۔ ده ووئيل مونږ له هر ډول انتظامات كول وي٬ د ملائیشین په پروټوكول او دوره كښې به كوم كمې نه كيږي۔ ده ووئيل دا مهال په اسلام آباد كښې دفعه 144 نافذ ده۔ ده ووئيل كه د ملائیشین وزیراعظم د دورې په مهال يوه وړه پېښه هم رامخې ته شي نو د دې نقصان به ټول عمر پورته كوؤ۔ ده ووئيل واجپائی چې كله پاكستان ت?? راغلے ؤ نو په لاهور كښې يوه وړه پېښ?? رامخې ته شوې وه د كومې طعنې چې تر نن ور??ې راكولې شي۔ ده ووئيل سبا ور?? ډېره مهمه ده ٬ پاكستان سره د مينې لرونكي وګړي په حېث بايد څوك ناوړه حركت ونكړي۔ ده ووئيل د كے پي كے وزراعلی ي?? ښه انسان دے هغه له به دې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په اسلام آباد د بريد به په هر صورت كښ?? مخنيوي كوؤ۔ ده ووئيل پوليس بشپړه تياري كړې بيا دې څوك ګيله نه كوي۔ ده ووئيل مونږ له 5 اكتوبر څخه پاک پوځ ٬ پېرا ملټری فورسز تعينات كول دي۔ مونږ له سېكورټي فول پروف جوړول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د جمعې په ور?? به كومه رخصتي نه وي بياهم د اېس سي او كنفرنس په ور??و كښې به اسلام آباد كښې عامه رخصتي وي۔ په دې اړه به باقاعده نوټيفكېشن كولې شي۔ آئی جی اسلام آباد د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ چې كوم كسان نيولي دي هغوي د احتجاج منصوبه بندي كوله۔ دې كسانو څخه د مېخونو ډنډې ٬ ليندې او كانړي برآمد شوي دي
احتجاج كول د هر چا حق دے خو د هيواد د بدنامولو په قيمت به چاته د سياست كولو اجازه وركولې نه شي ٬ داخله وزير محسن نقوي
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار