ډېره اسماعيل خان 06 ستمبر (اے پي پي) د جمعيت علماﺀ اسلام قائد مولانا فضل الرحمان وئيلي دي په پاكستان كښې د اوسني سېلاب په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي٬ دا وخت د سياست نه د سېلاب ځپليو د مرستې وخت دے. هغه دا خبرې د ډېره زرعي چېمبر پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې. د پلاوي مشري حاجي عبدالرشيد دهپ كوله. د پلاوي غړو مولانا فضل الرحمان چشمه رائټ كېنال ته په اوسني سېلاب كښې د رسېدلي زيان څخه خبر كړو. پلاوي ووئيل كه د دې زر رغونه ونه كړې شوه نو په ډېره او ټوله صوبه كښې د غنمو او چينې بحران راپېدا كېدې شي. مولانا فضل الرحمان ووئيل په دې لړ كښې ده ضلعي انتظاميې او د سي آر بي سي چارواكو سره خبره كړې، ډېر زر به د رغونې كار پېل شي. ده ټولو سياسي ګوندونو ته ووئيل چې دوي دې زمونږ پشان د سېلاب ځپليو په مرسته كښې برخه واخلي او په دې وخت كښې دې سياست نه كوي.
په پاكستان كښې د اوسني سېلاب په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي، دا وخت د سياست نه د سېلاب ځپليو د مرستې وخت دے. مولانا فضل الرحمان
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ