اسلام آباد19جنوري (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي ديپاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬دغسې د آزاد جمو كشمير قانون سازې اسمبلۍ غړو او سينئر سياسي قيادت په متفقه توګه 5 نكاتي قرارداد منظور كړے چې پكښې د هند څخه غوښتنه شوې چې د 5 اګست 2019 خپل غېر آئيني٬غېر قانوني او غېر منصفانه اقدامات بېرته واخلي۔د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د آزاد كشمير سينئر قيادت د ماسپښين مېلمستياﺀ لپاره رابللے ؤ چې پكښې د آزاد كشمير لنډ مهاله صدر چوهدري انورالحق٬وزيراعظم سردار تنوير الياس٬پخوانې وزيراعظم سردار عتيق احمد خان او د قانون سازې اسمبلۍ غړي او سينئر سياسي قيادت ګډون كولو۔په دې موقع منظور كړي پنځه نكاتي قرارداد كښې د هند څخه غوښتنه شوې چې 42 لكه څخه زياتو غېر كشميريانو له په غېر قانوني توګه ډوميسائل وركول او هغوي له د كشمير زمكې اخستو سره سره د كاروبار اختيار وركول د هند له د مقبوضه كشمير ډيمو ګرافي بدلولو په اړه خپل غېر قانوني اقدام بېرته واخلي او په كشميريانو روان ظلم بند كړي۔په قرارداد كښې په نړيوالې ورورورلۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په تنظيمونو زور راوړولے شوے چې د سلامتي كونسل په ګڼو قراردادونو عملدرآمد له خپل كردار ترسره كړي۔په قرارداد كښې د پاكستان او هند دواړو مشرانو څخه غوښتنه شوې چې د پولې دواړه اړخه د كوم خنډ نه بغېر د تګ راتګ اجازه وركړي دغسې چې كشميريان د خپلو خپلوانو سره ملاقات او كاروبار وكړے شي۔په دې موقع صدر مملكت ووئيل د پاكستان حكومت د سياسي تړون نه غېر د كشمير كاز لپاره لوظي دے او د كشميريانو د خپلواكۍ حق اخلاقي٬سياسي او سفارتي مرسته به روانه ساتي۔د دې نه پس ګډون كوونكو د كشمير د آزادۍ تحريك شهيدانو لپاره فاتحه خواني وكړه او د پاكستان څوكالۍ او د جمو كشمير شخړی زر تر زره حل كولو له يې دعا وكړه
پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د آزاد كشمير سينئر قيادت له د مېلمستياﺀ وركولو په مهال خبرې
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر