اسلام آباد 19 اپريل (اے پي پي) د خارجه چارو وزير مملکت حنا رباني کھر په سفارتي ??ګر د چيلنجونو مخنيوي لپاره په زړه پورې هلو ځلو كولو په حاجت زور راوړے۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د خپلې چوكۍ سوګند پورته كولو نه پس خارجه وزارت كښې د خپلو ذمه وارو سنبھالولو نه پس د اعليٰ كچ يوې غونډې مشري كولو سره وكړه۔په دې موقع خارجه سيکرټري سهيل محمود وزير مملکت له د وزارت په بيلو څانګو كښې د كار په اړه بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې ډاکټر خالد حسين ميمن او رضا بشير تارړ پشمول سپيشل سيکرټريز او د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټريز هم ګډون كولو۔دې نه وړاندې چې حنا رباني کھر د خپلو ذمه وارو سنبھالولو لپاره خارجه وزارت ته ورسيده ??و خارجه سيکرټري سهيل محمود او نورو اعليٰ چارواكو د دې هركلے وكړو۔ ??اک??تان پيپلز پارټي سره تعلق لرونكې حنا رباني کھر دې څخه وړاندې د فروري 2011 نه تر مارچ 2013 خارجه زيره پاتې شوې وه، دا په دې چوكۍ پاتې كيدونكې وړومبنۍ ميرمن ده
په سفارتي ډګړ د چيلنجونو مخنيوي لپاره په زړه پورې هلو ځلو ته اړتيا ده۔حنا رباني کھر
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria