اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس اطهر من الله وئيلي دي چې زه د خپل او عدليه لخوا وزيراعظم عمران خان له مباركي وركوم چې په 60 كالو كښې په لومړي ځل اولس او سائلينو ته درناوې وركولو سره د دوي حقونه تسليم كړې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اسلام آباد ډسټرکټ کورټس ودانۍ د بنياد تيګه كېښودو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ چيف جسټس اطهر من الله ووئيل آسان او فوري انصاف وركول د رياست ټولې ستنې يو كولو سره ممكن دي او ??ون?? له به دا خبره باوري كول وي چې هره اداره دې خپل دائره كار كښې پات?? كېدو سره د اولس او سائيلنو لپاره آسان او فوري انصاف لپاره خپل كردار ولوبوي خو دا هڅې يوازې تر عدلي?? محدود نشي پات?? كېدې۔ ده ووئيل عدالت د عدل په نظام كښې يوازې يوه اكائي ده، په كومه ټولنه كښې چې رښتنې ګواهي وركول پاتې نشي او وګړي د جرم ليدلو نه مخ واړوي نو عدالتي نظام بې وسه كېږي۔ چيف جسټس ووئيل چې تحقيقاتي ادارې د خپلې پېشه ورې وظيفې په پاللو كښې پاتې راشي نو د مجرمانو احتساب ممكن نه دې۔ د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس اطهر من الله ووئيل د ججز د بحالۍ تحريك ??شرانو اولس ته ځلنده خوب ښودلې ٶ چې رياست به د مور غوندې وي او د مور غوندې به د خپل اولس د مفاداتو او حقونو تحفظ كوي په دې تحريك ??ښې ججز خو بحال شول خو د تحريك ??قاصد پائې ته ونه رسېدل، نن هم اوږد سفر پاتې دې٬ ??ون?? له به په اولس ثابتول وي چې رياست د مور غوندې تحفظ وركوي، د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس ووئيل د رياست لخوا وزيراعظم د نيمګړي تاريخ بشپړولو ذمه اخستې ده ٬ زه هم وزيراعظم ته د اسلام آبادهائيکورټ او عدليه لخوا باور وركوم چې ??ون?? به هم يو وګړې د ارزان او سمدستي انصاف د حق ن?? محرومۍ له نه وركوٶ۔ چيف جسټس اطهر من الله ووئيل وزيراعظم به ??ون?? هم د تحريك ??ه دې سفر كښې د چا نه وروسته نه وينې
په 60 كالو كښې په اولني ځل اولس او سائلينو ته درناوې وركولو سره د دوي په حقونو تسليمولو وزيراعظم له مباركي وركوم۔ چېف جسټس اسلام آباد هائي كورټ
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب