اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان وئيلي دي په غېر قانوني توګه د مېشته وګړو ډي پورټ كولو اوسنۍ پرېكړه د افغان كډوالو هدف ګرځولو له نه ده بلكې دا د هغه ټولو بهرنيو وګړو په خلاف ده كوم چې وېزا دستاوېزات نه لري۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل په پاكستان كښې د افغان كډوالو په اړه په قامي پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دے شوے ٬ د دوئي په محفوظ ډول بېرته تلل يوه بېله مسئله ده۔ وياندې ووئيل روان آپرېشن د هغې چا په ضد دے كوم چې يا خو د خپلې وېزې مودې څخه زيات پاتې شوي او يا دوي سم دستاوېزات نه لري۔ دې ووئيل د دې آپرېشن هغه افغان كډوالو سره هېڅ تعلق نشته د كومو چې پاكستان سره د معاشي ستونزو څو لسيزو څخه كوربتوب كوي۔ دې ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت روان دے بياهم دې په دې خبره زور راوړو چې پاکستان به د ټرانزټ ټرېډ آسانۍ په غلطه توګه كارول نه قبلوي۔ دې ووئيل پاكستان په ښكاره ډول د افغانستان لخوا د پېښو خطرو په اړه خپل تحفظات ښكاره كوي۔ دې ووئيل مونږ په سفارت كارۍ باور لرؤ او افغان حكومت سره به د خبرو لړۍ روانه ساتؤ دغسې چې هغه دا خبره باوري كړي چې افغان خاوره به ترهګرۍ ته هوا وركولو له نه كارېږي۔ دې ووئيل پاكستان هندي چارواكو سره په رابطه كښې دے او په دوئي يۍ زور راوړے چې هغوي پاكستانو خبريالانو او د كركټ مينه والو ته وېزې جاري كړي كوم چې په هند كښې آئي سي سي ورلډ كپ كتل غواړي۔ دې ووئيل دا د كوربه هېواد ذمه واري ده چې هغه پاكستانۍ لوبډلې له سكېورټي او په زړه پورې چاپېريل برابر كړي۔وياندې په دې خبره زور راوړو چې لوبې بايد سياست سره يو ځاے نه كړې شي۔ د يوې پوښتې په ځواب كښې دې ووئيل خارجه وزارت ته د الېکشن کمېشن لخوا راروانو ټول ټاكنو لپاره نړيوالو مبصرينو ته د بلنې وركولو په اړه پېغام ترلاسه شوے دے۔ دې ووئيل دا عمل به د پالېسۍ او تېر وخت د طرز عمل له مخې آسان كولې شي۔
په غېر قانوني توګه د مېشته بهرنيو وګړو هېواد څخه د ډي پورټ كولو اوسنۍ پرېكړه د ټولو بهرنيو لپاره ده٬ په پاكستان كښې د افغان كډوالو په اړه په قامي پالېسۍ كښې هېڅ بدلون نه دے شوے٬ د خارجه دفتر وياندې زهره بلوچ پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II