اسلام آبا?? 24 ??ئي (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهېل محمود سره پاك افغان چارو لپاره د المان نمائنده ډاكټر ج??سپر ويك په خارجه دفتر كښې ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په وضعه د خيالا??و څرګندونه شوې۔ په دې موقع خارجه سېكرټري د پاك افغان چارو لپاره د المان نمائنده ډاكټر ج??سپر ويك پاكستان ته د راتګ هركلے وكړو۔ ده ووئيل پاكستان المان سره دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې د تال پاتې خپلو ژورو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالا??و څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع خارجه سېكرټري د پاكستان او المان د سفارتي اړيكو په 70 سالګره د بېلا بېلو دستورو هم ذكر وكړو۔ خارجه سېكرټري دا اميد هم څرګند كړو چې نړيواله ورورولي به د انساني بحران په مخنيوي كښې د افغانانو مرسته وكړي۔ خارجه سېكرټري د يوكرائن په شخړه كښې د پاكستان د اصولي موقف مهم عنصر رامخې ته كولو سره د مسئلې سوله ايز او سفارتي حل لپاره د ملاتړ پخلے وكړو۔ ده نمائنده خاص د مقبوضه جمو و کشمير د سنګين صورتحال نه هم خبر كړو۔دغسې ده په سوئيلي آسيا كښې تل پاتي امن او استحكام لپاره د كشمير شخړې د سوله ايز حل په اهميت هم زور رواړو ۔ د المان خاص نمائنده پاکستان سره د خپل هېواد اړيكو ته د اهميت وركولو سره په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په خواهش زور رواړو۔ ده افغانستان څخه د افغانانو٬ غېر ملكي سفيرانو او د نړيوالو كاركنانو په رېسكيو كولو كښې په سهولت وركولو د پاكستان مننه كولو سره د المان لخوا افغانستان كښې امن او د استحكام ودې لپاره په ګډه د كار كولو د عزم پخلے وكړو
خارجه سېكرټري سهېل محمود سره پاك افغان چارو لپاره د المان نمائنده ډاكټر جيسپر ويك وليدل
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha