اسلام آباد 23مارچ (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي چې د 23 مارچ ورځ تاریخی اعتبار سره لويې اهميت لري كله چې زمونږ پلار نيكه د قائد اعظم محمد علی جناحؒ په مشرۍ كښې د خپل تقدیر بدلولو پرېكړه كړې وه او د يو جلا رياست جوړولو لپاره يې تګلاره خپله كړې وه ، په ننۍ ورځ لاهور كښې د قائد اعظم محمد علی جناحؒ په مشرۍ كښې هغه تاریخي قرار داد منظور کړے شوے ؤ كوم چې بيا د قرار داد پاکستان په نامه وپېژندلے شو ، دې قراراداد د منزل ښكاره شعور وركړې چې له امله ئې يواځې په 7 كلونو كښې مملکت پاکستان جوړ شو۔ د سېنېټ سېکرټرېټ له مخې د پاکستان ورځ په موقع په خپل خصوصی پیغام كښې قام له مبارکي وركولو سره محمد صادق سنجرانی ووئيل مونږ له به په حقيقي معنو كښې د دې ورځ اهمیت پيژندل وي٬ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره اجتماعي هڅو ته اړتيا ده، پاکستان امن خوښې او محبت کونكې هېواد دې او كه چا زمونږ د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا چیلنج کولو جراﺀت وكړو نو بشپړه ځواب به وركولے شي۔ ده ووئيل پاك پوځ نه يواځې د هېواد دفاع مضبوطه كړې بلكه په نړيواله كچه يۍ د ترهه ګرۍ او امن دښمنانو په ضد کارروائیو كولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كړې دې، د پاك پوځ شمېره د نړۍ په ښه پیشه ورو او بهادر پوځونو كښې كېږي۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل د قائداعظم محمد علی جناحؒ افکار او د لارښودنې اصول اتحاد، ایمان او تنظیم عملي کولو سره د پاکستان ټولي مسئلي حل كېدې شي او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره به مونږ له د سياسي تړون نه غير ګامونه پورته كول۔
د سينيټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د پاکستان ورځې په موقعه پېغام
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔