د راتلونكې مياشتې تر پايې به د پاسپورټ پرنټنګ صلاحيت د ورځې په بنياد د 55 نه تر 60 زرو ورسي: اعظم نذير تارړ


اسلام آباد۔6 اګست (اے پی پی) د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د راتلونكې مياشتې (ستمبر) تر پايې به د پاسپورټ پرنټنګ صلاحيت زياتيدو سره روزانه 55 څخه تر 60 زره ته ورسي چې ورسره به د پاسپورټ په اجراﺀ كښې د تاخير مسئله هواره شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د آغا سيد رفيع او سحر كامران د پاسپورټ په اجراﺀ كښې تاخير سره د اړوند نوټس ځواب وركولو په مهال سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل په كال 2004ء كښې د دغه وخت د ضرورت له مخې مشينري او سافټ ويئر لګولے شوے وو خو اوس د پاسپورټ ډيمانډ زياتېدو سره روزانه 45 زره ته رسېدلې دې٬ دې نه ځانله د مشنز شمېره هم 20 څخه زياتېدو سره 92 شوې ده او د پاسپورټ دفترونو شمېره هم زياته كړې شوې ده۔ دې ضرورتونو ته پام ګرځولو سره نوې مشينرۍ او عصري پرنټرز درآمد كولو له ټېنډرې شوي دي٬ د راتلونكې مياشتې (ستمبر) تر پايې به دا سسټم كار پېل كړي چې ورسره به روزانه د 26 زره په ځايې 55 څخه تر 60 زره پاسپورټ چمتؤ كېدل پېل شي۔ د پام ګرځونې په نوټس د آغا سيد رفيع او سحر كامران لخوا د پورته كړې شويو پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل حكومت په دې معامله فوري اېكشن اخستے دے ٬ كه كومه كارروائي نه كېدله نو بيا به د پام ګرځونې نوټس كمېټۍ ته په سپارلو كوم اعتراض نه وو۔ ده ووئيل د ستمبر تر پايې به د آلاتو تنصيب كېدل پېل شي چې ورسره به د پاسپورټ د پرنټنګ شمېره هم سوا شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سياهۍ او لېمېنټډ پېپر مسئلې وې كومې چې حل كولې شي او كه پاك پروردګار ته منظور وي په راروانو دوه مياشتو كښې به صورتحال لا ښه شي۔