اسلام آباد 19اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي ارواښاد مفتي عبدالشكور ته هلال امتياز او د هغه كورنۍ ته مالي مرسته وركولو لپاره به وزيراعظم سره خبره كوم۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې آغا رفيع الله ووئېل په دې كښې هېڅ ش?? نشته چې مفتي عبدالشكور په مرګ ټول قام غمجن ؤ ٬ مختلف سوشل مېډيا ډ??و هم د بې يقيني تاثر وركړے چې دا يوه پېښه نه بلكې قتل دے ٬د حكومت لخوا ښكاره بيان راتلل پكار دي٬ ده ووئېل د مفتي عبدالشكور په شهادت سياست كول نه دي پكار۔علي ګوهر ووئيل بايد د مفتي عبدالشكور په شهادت ه??ه ته د پیرزوينې وړاندې كولو لپاره يوه ورځ مختص كړې شي۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزير وئېلي دي دا يوه پېښه وه ا?? دا خبره سمه ده خو بيا هم محسوسېږي چې د ټرافېك په اړه لا پرواهي ضرور شوې او د سيفټي انتظامات پوره نه وو۔ده ووئېل په دې اړه ا??دامات ضروري دي۔د دې په ځواب كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل مفتي عبدالشكور ارواښاد ته د تمغه ا??تياز او د هغه كورنۍ ته مالي مرسته وركولو لپاره به وزيراعظم سره خبره كوم
ارواښاد مفتي عبدالشكور ته هلال امتياز او د هغه كورنۍ ته مالي مرسته وركولو لپاره به وزيراعظم سره خبره كوم۔راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔