اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په كاناډا كښې د 65 كامن ويلتھ كانفرنس په موقع د كاناډا پارليمان غړو سره ملاقاتونه كړي او وئيلي ئې دي چې په كاناډا كښې مېشته پاكستانيانو د دواړو هېوادونو اولس رانزدې كولو كښې مهم كردار ادا كولې شي٬ نړيواله ورورولي٬ملګري ملتونه٬ملګري هېوادونه او بهر مېشته پاكستانيان دې په پاكستان كښې د تباه كونكي سېلاب له امله د ځپلې اولس مرستې لپاره كردار ادا كړي۔ د قامي اسمبلۍ د مېډيا ونګ لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د كاناډا د هيلي فيكس ښار څخه د ترلاسه شوي اطلاعاتو له مخې په هيلي فيكس كاناډا كښې د 65مې كامن ويلتھ پارليماني كنفرنس په موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د كاناډا پارليمان غړې سلمٰی زاهد او د پبلك اينډ بزنس سروس ډيليوري وزير خالد رشيد سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔په ملاقاتونو كښې درې واړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په لا پراخا كولو د خيالاتو څرګندونه كړې۔په ملاقاتونو كښې د دوه اړخيزه تجارت زياتولو او اولسي رابطو ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړل شوے۔ په پارليماني سفارت كارۍ٬د كاناډا لپاره د پاكستان سفر كونكو خواست كونكو ته د رامخې ته شوي اميګرېشن مسئلو حل كولو او پاكستاني زده كونكو ته د ويزو په اجرا كښې د آسانيو وركولو په اړه خبرې اترې شوې دي۔ د كاناډا اسمبلۍ غړي سلمٰی زاهد او د كاناډا وزير خالد رشيد د ويزې اجرا او د اميګرېشن په معامله كښې د رامخې ته شويو مسئلو حل لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل چې د پاكستان د ??لو??و واړو صوبو اولس د تاريخ بدتره سېلاب سره مخ دے۔ ده ووئيل چې د تباه كونكي سېلاب په وجه قيمتي ځاني زيان شوے۔ د كهربونو روپو املاك او انفراسټركچر پشمول په لاكهونو شمېره كښې څاروي د سېلاب اوبو وړي دي٬په كروړونو ايكړه ولاړ فصلونو ته زي??ن رسېدلې۔ ده وئيل چې په پاكستان كښې د س??تو بارانونو او سېلاب له امله د شوي زيان په وجه اولس د خوراك قلت سره مخ دے۔ ده د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې د پاكستان سېلاب ځپليو مرستې لپاره كردار ادا كړي
نړيواله ورورولي٬ملګري ملتونه٬ملګري هېوادونه او بهر مېشته پاكستانيان دې په پاكستان كښې د تباه كونكي سېلاب له امله د ځپلې اولس مرستې لپاره كردار ادا كړي۔ راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ