اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان افغانستان سره كا??وب??ري اړيكو او مواصلاتي پروژو ته ??ام لرنه كوي ۔په افغانستان كښې به د پاكستان په مرسته جوړېدونكو روغتونونو او افغانستان سره د پراخا روډ او رېل په رابطه كښې مرسته ??وو۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د افغانستان په اړه د ايپكس كمېټۍ د څلورمې غونډې مشري كولو په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان په پوهنتونونو كښې زده كړې كوونكي افغان زده كوونكي به د افغانستان په برمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ او د دواړو هېوادونو ترمينځه به په اولسي كچه روابط مضبوط كړي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې دوي لپاره وظائف جاري وساتئ او ټولې ضروري وسيلې وركړئ ۔د پاكستان او افغانستان ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت د امكاناتو حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان افغانستان سره كا??وب??ري اړيكو او مواصلاتي پروژو ته ??ړومبې ترجيح وركوي او د حكومت لخوا به مكمل آسانې وركولې شي۔د دې څخه وړاندې ايپكس كمېتۍ ته د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف د افغانستان په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم اړوندو وزارتونو ته ??دايت وكړو چې دوي د افغانستان اولس مرستې لپاره اعلان شوې پروژې او لوظونه په تندۍ سره عملي كړي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوکت فیاض ترین، چوهدری فواد حسین، شفقت محمود، اعظم خان سواتی، شیخ رشید احمد، آرمی چیف جنرل قمر جاوید باجوہ، د قومی سلامتيا صلاحكار ډاكټر معید یوسف، د وزیراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ف??صل سلطان او نورو اعلٰې سول او پو??ي چارواكو ګډون وكړو
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د افغانستان په اړه د ايپكس كمېټۍ څلورمه غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی