اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي تعل??مي ادارې د ځائي حكومتونو ماتحت كولو سره به د استاذانو په ملازمت٬ مراعا?? او حقونو هېڅ اثر نه پرېوځي بلكې د دوي به ساتنه كوي۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل د اېكټ له امله استاذان تشويش لري٬ګرده نړۍ كښې پرائمري او سېكنډري تعليم ځائي حكومتونو سره وي او مونږ هم دا ګڼو چې دلته هم ھغه څيز پكار دے كوم چې په ګرده نړۍ كښې نافذ ??ے۔ ده ووئيل دې سره به د سكولونو په كرېډېبلټي هېڅ اثر نه پرېوځي۔ ده ووئيل د استاذانو ملازمات٬ مراعا?? او حقونه به خوندي وي٬ دا مهال اسلام آباد كښې سركاري سكولونه د تعليم وزارت د انتظام لاندې چلېږي كوم چې د آرډيننس د لارې ځائي حكومتونو ته وركړے كېږي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو