اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي سعودي عرب د پاكستان پخوانے ملګرے دے چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬سعودي عرب سره ګڼ شمېر څانګو كښې همكاري روانه ده ٬پاكستان خپل ورور هېواد سعودي عرب سره م??ست?? ته لا پراختيا ??رك??ل غواړي۔د ګل په وځ د وزيراعظم ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه بېلو څانګو كښې د م??ست?? او سرمايه كارۍ پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔وزيراعظم د دواړو هېوا??ون?? ترمينځه د روانو بېلو پروژو په پېشرفت د اطمينان څرګن??ون?? وكړه۔وزيراعظم ووئيل سعودي عرب د پاكستان پخوانے ملګرے دے چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬سعودي عرب سره ګڼ شمېر څانګو كښې همكاري روانه ده٬پاكستان خپل ورور هېواد سعودي عرب سره م??ست?? ته لا پراختيا ??رك??لو غواړي۔ دغسې وزيراعظم ته په نومبر كښې د پاكستان سعودي عرب جوائنټ ټاسك فورس دوهمې غونډه كښې د دواړو هېوا??ون?? ترمينځه د بېلو څانګو م??ست?? په پېشرفت بريفنګ وركړے شو چې له مخې يې په لږه موده كښې د دواړو هېوا??ون?? ترمينځه د سرمايه كارۍ 34 مفاهمتي يادښتونه لاس ليك شوي كومو كښې چې 7 لوظ نامو ته شكل وركړے شوے او د كوم ماليت چې 560 ملين ډالر دے۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب٬د پېټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل قومي كوآرډينېټر لېفټيننټ جنرل سرفراز احمد او اعلٰی ??ركاري افسرانو ګډون وكړو۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه٬د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د روانو پروژو په پېشرفت د اطمينان څرګندونه
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت