اسلام آباد 13 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د ایران صدر سید ابراهیم رئیسی د شريكي خوښي په ټولو چارو نزدې رابطه برقرار ساتلو له د عزم پخلے كړے ۔د زيارت په ورځ دواړه لارښودو ټیلیفوني تماس كښې د خيالاتو څرګندونه كړې ۔د خبرو اترو په مهال وزیراعظم شهباز شریف د ایران سره د شريكي خوښي خوښي په ټولو څانګو او په خاص توګه تجارت، توان ، سلامتیا او سيمه ايز استحکام كښې دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو په اړه د پاکستان د عزم پخلے كړے ۔ده په اوسنيو كښې د پولان ګبد الیکټرسټی ټرانسمیشن لائن په فعاليدو د اطمینان څرګندونه كړې او په دې لړ كښې ئې د ایران حکومت مرسته ستائلې ۔ وزیراعظم د دواړه هېوادونو ترمينځه مشاورت او مرستي ته ودي وركولو لپاره كلتوري او تعلیمی تبادلو پشمول د اولس ترمينځه د رابطو زياتولو په حاجت زور راوړے ۔وزیر اعظم شهباز شریف سيمه كښې د امن او استحکام ودي لپاره د ايران قیادت هڅي ستائلو سره صدر ابراهیم رئیسی له د ایران او سعودی عرب ترمينځه د سفارتی اړيكو بحالۍ په تاریخی پیش رفت مبارکي وركړې ۔ وزیراعظم ووئيل بايد فلسطین مقبوضه سيمو كښې د اسرائیل د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزۍ په سمدستي توګه بندې كړې۔ده د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو او نړيوال قوانین له مخې دوه ریاستی حل په بنیاد د اسرائیل فلسطین شخړي منصفانه او تل پاتې حل په حاجت زور راوړو
وزیراعظم شهباز شریف او د ایران صدر سید ابراهیم رئیسی د شريكي خوښي په چارو چارو نزدې رابطه برقرار ساتلو له د عزم پخلے
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔