اسلام آباد??10ا??توبر(اے پی پی) صدر ډا??ټر عارف علوي وئيلي دي راتلونكې ټول ټ??كنې بايد آزادې، منصفانه، سپېځلې او ټو?? شموله وي، په هېواد كښې د جمهوريت مضبوطولو لپاره بايد ټو??و سياسي ګوندونو او د هغوي مشرتابه ته د ټاكنو په عمل كښې د ګډون كولو مساوې موقعې وركړې شي ٬ که خلق د خپلې خوښې مشران ونه ټاکي نو د جمهوريت به هېڅ معنی پاتې نه شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه پخواني وفاقي وزير او سېنېټر محمد علي دراني سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ په ایوان صدر كښې ملاقات كولو۔ صدر مملكت ووئيل خپل مينځ كښې لرې والې بايد ختم كړے شي او د مرستې او د يو بل معاف كولو لاره بايد خپله كړې شي۔ ده ووئيل سختو پرېكړو لپاره د اولس ملاتړ او د هغوي همكاري ضروري وي۔ ده زياته كړه چې راتلونکې ټول ټ??كن?? د ??ېواد د بيا رغونې لپاره د ضروري حرکت رامينځته کولو ښه موقع ده۔ صدر مملكت د ټو??و سیاسي مشرانو د بيانونو قدرداني وکړه۔ ده ووئيل باید په دې برخه کښې ټو??و لپاره يو مېدان برابر كړے شي ولې چې د شموليت دا مهم او يوازينۍ معامله د جمهوريت د روح حېثيت لري۔
ټولو سياسي ګوندونو ته دې د ټاكنو په عمل كښې د ګډون يو برابر موقعې وركړې شي٬ صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز