اسلام آباد۔13مارچ(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير عبد القادر پټېل وئيلي دي په سندھ او ګرد پنجاب كښې د ګل ورځې څخه پېل كېدونكے د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال به 21 ملين څخه زياتو ماشومانو ته حفاظتي څاڅكي وركولې شي۔ د ګل په ورځ د صحت وفاقي وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل د 7 مې ملي سر شمېرې روانو چارو له مله 5 ورځنے د پوليو كمپائن په دوو پړاؤنو كښې تر سره كېږي۔ په اولني پړاؤ كښې به د مارچ 13 مې څخه تر 17 مې نېتې د پنجاب 13 او د سندھ 16 ضلعو سره سره په اسلام آباد كښې 5 كالو څخه د كم عمر 17.41 ملينه څخه زياتو ماشومانو ته حفاظتي څاڅكي وركولې شي۔ دويم پړاؤ به د اپرېل 3 مې څخه تر 7 نېټې دوام لري۔ ده ووئيل د رمضان المبارك په دويمه اونۍ كښې به د بلوچستان 12 او د خېبر پښتونخوا 26 ضلعو په شمول د سوئيلي سيمو په 7 ضلعو كښې 4.12 ملينه څخه زيات ماشومانو ته پوليو قطرې وركولې شي۔ وفاقي وزير په مور پلار زور راوړے چې هغوي خپلو ماشومانو ته د پوليو وېكسين وركړي۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د روژې مباركې مياشت او اختر نزدې راتللو له امله د نقل وحركت زياتېدو په صورت د دې وائرس د لا خپرېدو خطر رامخې ته كېدے شي ځكه دا ضروري ده چې مور او پلار نه يوازې د دې كمپائن په مهال بلكې په هر يو كمپائن كښې خپلو ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي قطرې وركړي
د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال به 21 ملين څخه زياتو ماشومانو ته څاڅكي وركولې ش٬ د صحت وفاقي وزير عبد القادر پټېل
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد