راروان بجټ دې عوام دوست جوړ كړې شي،معاشی سوكالي په هېواد كښې د سیاسی استحكام سره تړلې ده۔سید یوسف رضا ګیلانی


ملتان 25 مئی (اے پي پي )لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی راروان بجټ عوام دوست جوړولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې معاشی سوكالي هېواد كښې د سیاسی استحكام سره تړلې ده۔ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې لنډمهاله صدر مملكت سید یوسف رضا ګیلانی سره د ملتان څخه تعلق لرونكو پارلماني غړو او د صوبائی اسمبلۍ غړو او نورو مهمو سیاسی شخصیاتو ملاقات كړې۔په دې موقع سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل بايد راروان بجټ عوام دوست جوړ ګړې شي ، معاشی سوكالي په هېواد كښې سیاسی استحكام سره تړلې ده ، معاشی استحكام نه غير د اولس حالت نه شي ښه كيدلې۔ده ووئيل قامی مسئلو حل كولو له ټول اسټیك هولډرز ځان سره ملګري كولو ته اړتيا ده ، وفاقی او صوبائی حكومتونو سره په ګډه به په ملتان كښې پرمختيائي منصوبې بشپړولې شي۔لنډمهاله صدر اولسې خدمت ته د پام لرني كولو عزم پخلې كولو سره وئويل جنوبی پنجاب كښې د بے نظیر انكم سپورټ پروګرام څخه ګڼ شمير وګړي استفاده كوي، دغه پروګران كښې لا پراختيا كولو ته اړتيا ده٬ جنوبی پنجاب كښې تعلیم، صحت او ټرانسپورټیشن آسانيو وركولو لپاره د وزیراعظم سره خبرې اتري پيل شوې دي۔