اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ??ئيلي دي د نواز شريف جعلي ميډيکل رپورټ د پاکستان قانوني نظام سره د ټوقو مترادف دے، شريفه كورنۍ دې د جعلي ميډيکل رپورټس رالېږلو سلسله بنده كړي، نواز شريف سره آسانه لاره هم دا ده چې ھغه د پاكستان د اولس پېسه واپس كړي۔ دا خبرې ??ه د نهې په ورځ د نواز شريف ميډيکل رپورټ پحقله خبرو كښې وكړې ۔ وفاقي وزير ووئيل د نواز شريف پحقله يو دلچسپ ميډيكل رپورټ ها??ي كورټ كښې جمع كړے شوے ٬ په دې رپورټ كښې په واشنګټن كښې مېشته ډا??ټر شال په لندن كښې د مېشته نواز شريف پحقله ليكلي چې ھغه فشار سره مخ دے او د كرونا له امله د نواز شريف حالات داسې نه دي چې د پاكستان سفر وكړے شي۔ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ??وئيل د نواز شريف لخوا په امريكا كښې د ذاتي معالج څخه د جعلي ميډيكل رپورټس پاكستان ته رالېږل د پاكستان عدالتي نظام او قوانين پورې ?? ټوقو مترادت دے٬ خو جعلي رپورټ رالېږلو به د ھغه مقصد حل نشي۔ وفاقي وزير ووئيل په رپورټ كښې صرف دا كمے دے چې نواز شريف ته د ها??يډ پارك نه علاوه بل ځائ د واك كولو اجازه نشته، دې سره به د ھغه سټرېس زيات شي۔ ده ووئيل شريفه كورنۍ دې د جعلي رپورټس پاكستان ته د رالېږلو نه ډډه وكړي۔ ده ووئيل هيله لرو چې عدليه به د داسي جعلي رپورټس نوټس واخلي او د هېواد وقار به بح??ل كړي
د نواز شريف جعلي ميډيکل رپورټ د پاکستان قانوني نظام سره د ټوقو مترادف دے، شريفه كورنۍ دې د جعلي ميډيکل رپورټس رالېږلو سلسله بنده كړي۔ د چوهدري فواد حسېن د نواز شريف ميډيکل رپورټ په اړه خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی