اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد الما??کي سره د شورو په ورځ ملاقات كړے ۔ ملاقات كښې د پاکستان او سعودي عرب ت??مينځه بيلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څركندونه شوې ۔ وفاقي وزيرې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د هېواد وزيراعظم په نامزد كيدو د سعودي سفير له مباركي وركړه۔ ملاقات كښې پريكړه شوې چې دواړه هېوادونو كښې به اېم او يوز له حتمي شک?? وركولو لپاره ورکنګ کولې شي۔ دغسې ملاقات كښې د ميډيا او فلم په څانګو كښې په روانه مرسته غور وكړے شو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل حکومت او اولس په زړونو كښې د خادم الحرمين الشريفين او سعودي قيادت لپاره عزت او احترام لر??۔ د اطلاعات وزيرې پاکستان كښې سېلاب ځپليو لپاره په مرسته كولو د سعودي عرب سفير مهم كردار وستائلو چا چې په ذاتي توګه د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې ۔ ملاقات كښې د فلم او ډرامې په څانګو كښې پاکستان او سعودي عرب ت??مينځه شريكو منصوبو له عملي شكل وركولو لپاره يوه کمېټي جوړه شوه۔ وفاقي وزيرې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې تجارت او بزنس ټو بزنس رابطو لا قوي كولو له خوښي لر?? ۔په دې موقع د سعودي سفير ووئيل ګڼ شمير پاكستانيان د سعودي عرب په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د اوسني سېلاب او باران له امله په شوي مالي او ځاني زيان دړديدلي يو۔ په دې سخت وخت كښې د سعودي حکومت به په پاکستان كښې د سېلاب ځپليو هر ممكن مرسته روانه ساتي
د اطلاعات وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب سره پاکستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي ملاقات، د پاکستان او سعودي عرب په اړيكو د خيالاتو څركندونه
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا