اسلام آباد۔4دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ځوانانو ته د لوبو اسانۍ وركول د حکومت په لوموړو ترجيحاتو کښې شامل دي ٬ په ځائي كچه په لوبو كښې ګډون باوري كولو سره به صلاحيت لرونكو ځوانانو ته فرصتونه وركوؤ۔ وزيراعظم ددې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د قامي سپورټس پالېسۍ او د پاكستان سپورټس بورډ د انتظامي ډھانچې بيا د سره جوړولو په اړه د رابل??ې شوې لوړې كچې غونډې مش??ي كولو په مهال وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان سپورټس بورډ به رېګولېټر په توګه كار كوي۔ پاكستان سپورټس بورډ به ځوانانو ته د لوبو معياري آسانۍ وركول باوري كوي۔ وزیرِ اعظم زياته كړه چې په هېواد كښې په لوبو كښې د ځوانانو ګډون سوا كېدو سره به د لوبو معيار پياوړې شي۔ هغه ووئيل پاكستاني ځوانانو كښې د نړۍ د هر مېدان فتح كولو صلاحيت موجود دے۔ غونډې ته د پاکستان سپورټس بورډ انتظامی ډهانچی ٬ نېشنل سپورټس پالېسۍ، په دې لړ كښې د صوبو مش??ورت او د لوبو ودې لپاره د پورته كړې شويو ګامونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئي??ې شؤ چې د بېلو لوبو فېډرېشنز لپاره هدايات هم جاري كړې شوي دي۔ د بريفنګ په مهال غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته صوبو سره د نېشنل سپورټس پالېسۍ جوړولو حوالې سره د مش??ورت په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔غونډې ته په لويو ښارونو كښې د هاكي ټرف په اړه هم ووئي??ې شؤ۔ په اسلام آباد كښې په دې بشپړه كار شوے دے او واہ کینټ، فېصل آباد، کوئټه، پېښور ، مظفر آباد او ګلګت كښې په دې تندۍ سره كار روان دے۔ وزیرِ اعظم عمران خان په روانو منصوبو په ټاكلي وخت كښې د كار بشپړ كولو هدايت وكړو۔ په غونډه كښې د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فرخ حبيب٬ د څلورو واړو صوبو د سپورټ وزيرانو٬ د پاكستان سپورټس بورډ چيئرمېن او اړونده اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د خيبرپښ??ون??وا وزيراعلی محمود خان د ويډي?? لنک د لارې په غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔
پاكستان سپورټس بورډ به ځوانانو ته د لوبو معياري آسانۍ وركول باوري كړي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن