نيويارك 19 مئي (اے پي پي)په فلسطين او ??قبوضه بېت المقدس د اسرائيل وحشيانه جارحيت او د ظالمانه بريدونو له امله په راپېدا شوي صورتحال خبرو اترو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه (نن) د زيارت په ورځ نيويارك كښې كېږي كومه چې د او آئي سي چيئرمېن او عرب ليګ مشر ??ه مشتركه درخواست رابللې كېږي۔ په دې لړ كښې د او آئي سي چيئرمېن عبدالباري او د عرب ليګ د مشر سفيان مموني چيټۍ د لاسليك كولو سره د عمومي اسمبلۍ صدر وولکن بوزکير ته وركړې او د دې نه پس صدر تېره ورځ د غونډې رابللو اعلاميه جاري كړې۔ “د مينځني ختيز صورتحال” او د ” فلسطين پوښتنه” په سر خط دې غونډه كښې به د پاكستان پلاوي مشري خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوي څوك چې د وزيراعظم عمران خان په خاص امر د فلسطين ملاتړ لپاره سفارتي مشن له هلې ځلې كوي ۔ د عمومي اسمبلۍ د صدر وياند د نيوز بريفنګ ??ه مهال د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د فلسطين په صورتحال خبرې اترې به په نننۍ كېدونكې غونډه كښې كېږي خو تر اوسه يو قرارداد هم نه دې جمع شوے۔ د عمومي اسمبلۍ دا غونده په داسې وخت كښې كېږي كله چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د فلسطين او حماس ترمېنځه د جنګ بندۍ ??ه مطالبه اعلاميه جاري كېدو كښې ناكام راغلے او ??ه دې لړ كښې د سلامتي كونسل څلور غونډې شوي او ??وه شريكه اعلاميه هم نه ده جاري شوې
په فلسطين د اسرائيلي جارحيت څَخه د پېدا شوي صورتحال لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه (نن) كېږي٬ د پاكستان پلاوي مشري به خارجه وزير شاه محمود قرېشي كوي
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ