اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان د ا??لامو فوبيا٬ امن او سلامتيا او د شخړو هواري لپاره د ا?? آئي سي د موثره كردار غوښتنه كوي ، د 57 اسلامي هېوادونو آواز لرونكې او آئي سي د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې سپېځلې حل لپاره موثره كردار لوبولې شي۔ دا خبرې وفاقي وزير د ا?? آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره راغلے د ماليزيا خپل همڅمنګ سېف الدين عبدالله سره وكړې چا چې د خالي په ورځ پلاوي سره په خارجه وزارت كښې وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايز صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وزير خارجه په دې موقع ووئيل پاکستان ماليزيا سره اقتصادي، تجارتي، دفاعي، تعليمي، د سېلګرۍ، او سائنس په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو عزم لري۔ هغه ووئيل د مهمو نړيوالو چارو پحقله په نړيوال فورمز د پاكستان او ماليزيا ترمېنځه نقطه نظر كښې مماثلت خوشبينه دے۔ خارجه وزير د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د ا??لس په كچه د رابطو ودې لپاره په سفري بندېزونو د نظرثانۍ په ضرورت زو?? رواړو۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان او آئي سي د ا??لامي نړۍ مستحكم آواز بلي٬ پاكستان د ا??لامو فوبيا٬ امن او سلامتيا او د شخړو هواري لپاره د ا?? آئي سي د موثره كردار متقاضي دے۔ ده ووئيل د څلوېښت كالو د جنګ جګړو نه پس افغانستان كښې د ا??ن يو اميد راښكاره شوې دې٬ په افغانستان كښې رامخې ته شوې د ا??ساني بحران مخنيوي لپاره په سمدستي توګه كه اقدامات ونه كړې شول نو د دې مض اثرات ګاٶنډي هېوادونه٬ منطقه او ګرده نړۍ متاثره كولې شي۔ ده ووئيل مونږ د كشمير په كشاله د پرله پسې او بشپړ ملاتړ په كولو د ا?? آئي سي مننه كوٶ۔ د ماليزيا خارجه وزير سېف الدين عبدالله په تود هركلي كولو او د زړه د ا??لاصه په كوربتوب كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه
او آئي سي د كشمير مسئلې سپېځلي حل لپاره فعاله كردار لوبولې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری