انقره 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهبازم شريف د پاكستان او تركيې ترمېنځه د ستراتېژيكي اړيكو د مركزي جزو په ??وګه د قومي اقتصادي شركت د ودې په ??هميت زور راوړے، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پېړو پخوانې اړيكې، د محبت، مينې، شريكې ژبې، كلتور او مذهبي ورثې په قوي بنيادونو ولاړې دي، پاكستان د مذاكراتو او سفارت كارې د لارې د يوكرېن د شخړې زر تر زره حل غواړي. د شورو په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم شهباز شريف د تركيې صد?? رجب طيب اردوان سره ملاقات وكړو. په ??نقره كښې صد??رتي محل ته په ??اتګ صد?? رجب طيب اردوان د وزيراعظم تود هركلې وكړو. خارجه وزير بلاول بهټو زرداري، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د تجارت وزير سيد نويد قمر، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د وزيراعظم خاص مرستيال ??ار?? فاطمي، فهد حسېن او اعلٰی چارواكي هم وزيراعظم سره وو. صد??رتي كمپلېكس ته په ??سېدو د وزيراغظم ګارډ آف آنر سره تود هركلې وكړے شو. د دواړو هېوادونو قومي ترانې وغږول شوې. دواړو مشرانو يو بل سره خپل پلاوي معرفي كړل. دواړو مشرانو د پلاوو نه بغېر ملاقات وكړو او بيا د پلاوو په كچه مذاكرات وشول. وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو سږ كال 75مه سالګره لمانځو. وزيراعظم ووئيل چې دواړو هېوادونو په ??خت وخت كښې تل د يو بل مرسته كړې او د دوستې دا اړيكې راتلونكو نسلونو ته منتقل شوې. ده واضحه كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو د باور، تفاهم او شريكې مرستې د لارې ځانګړې پاتې شوې دي. دواړو هېوادونو د تجارت، سرمايه كارې او د دفاع پشمول په ??ېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې په مستحكم كولو خبرې وكړې. وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د داسې ستراتېژيكي اړيكو په ??هميت زور راوړ چې مركزي نقطه ئې معاشي شركت ته وده وركول وي. اعلٰی ستراتېژيكي مرسته او ستراتېژيكي اقتصادي فرېم ورك د شريكې مرستې په وده كښې مهمه ذريعه وګرځول شوه. دواړو مشرانو په ??تمبر كښې د اعلٰی كچې د ستراتېژيكي مرستې په پاكستان كښې په كولو اتفاق وكړو چې دغسې په ??ې عمل كښې نور پرمختګ وشي. وزيراعظم ووئيل چې پاكستان په ??ون كال 2022م كښې د تركيې د تجارتي پلاوي د هركلي كولو په ??نتظار دے. ده د تركيې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې په ??ېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركړه. وزيراعظم ووئيل چې هغه به باوړي كوي چې د تركيې كمپنو ته هر ډول ممكنه اسانيې وركړې شي. د جمو و كشمير شخړې په ??ړه د تركيې د غېر متزلزل او اصولي ملاتړ په ??ړه وزيراعظم ووئيل چې په ??ې شخړه د صد?? طيب اردوان دريځ كشميري او پاكستاني اولس لپاره د تقويت وړ دے. ده د دې منصفانه هڅو د تركيې د مشرتابه او اولس د ملاتړ مننه وكړه. ده په منطقه كښې او بهر امن او سلامتيا لپاره د تركيې د شركت ستائنه وكړه او د تركيې د مهمو مفاداتو په چارو ئې د پاكستان د مرستې او يووالي څرګندونه وكړه. د افغانستان په ??ړه شهباز شريف د تركيې انساني مرسته او تعيميري خبرې وستائيلې. ده ووئيل چې پاكستان به د افغانستان د ګاونډي هېواد په ??ېث د اوسنيو چېلنجونو او په ??اص توګه د انساني بحران صورتحال او معاشي بد حالې د چېلنج مخ نيوي لپاره مرسته كوي او د افغان اولس ملګرتيا به كوي. دواړو هېوادونو سوله ايز، مستحكم او د خوشحال افغانستان شريك اهدافو لپاره په ګډه د كار په ??وان ساتلو اتفاق وكړو. وزيراعظم د روسيې يوكرېن شخړې سفارتي حل لپاره په مذاكراتو كښې په ??هولت د صد?? طيب اردوان ستائنه وكړه او وې ئيل چې پاكستان د سفارتكارې د لارې زر تر زره د يوكرېن د شخړې حل غواړي. دواړو مشرانو د يوكرېن شخړې په نتيجه كښې پېدا شوي د خوراك تحفظ په چېلنج هم خبرې وكړې او د دې مخ نيوي لپاره ئې په ??قداماتو كولو اتفاق وكړو. دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم د شپږ يادښتونو په ??ستوره كښې ګډون وكړو. دواړو هېوادونو د درې كلونو په مهال د شريك تجار?? حجم 5 اربه ډالرو ته د رسولو د عزم څرګندونه وكړه. په ??ې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75 كاله ترسره كېدو شريكه لوګو جاري كړې شوه. دواړو مشرانو اتفاق وكړو چې په ??واړو هېوادونو كښې به دا سالګره په ښه ډول لمانځلې شي. دواړو مشرانو شريك خبري كانفرنس ته وېنا وكړه. وزيراعظم شهباز شريف په ??ود هركلي او مېلمستيا كولو د هغه مننه وكړه. وزيراعظم صد?? رجب طيب اردوان ته د پاكستان د دورې كولو بلنه وركولو سره ووئيل چې د پاكستان اولس د هغه د بشپړه هركلي كولو په ??نتظار دے. دواړو مشرانو د پاكستان او تركيې اړيكې نوې لوړې كچې ته رسولو لپاره په نزدې رابطه اتفاق وكړو.
د وزيراعظم شهباز شريف د تركيې دوره، د ستراتېژيكي اړيكو او د قومي اقتصادي شركت په وده زور، دواړو هېوادونو د تجارت، سرمايه كارې او دفاع پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې په مستحكم كولو خبرې وكړې، اعلاميه جاري
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن