اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهبازشریف ته د بلوچستان صوبې په شېراني سيمه كښې په ځنګلونو د لګېدلي اور په اړه راپور وړاندے كړے شوے دے په كوم كښې چې په ځپلې سيمه كښې د روانو عملياتو په اړه تفصيلات شامل دي۔ تېره ورځ په لاهور كښې د يوې غونډې په مهال وزيراعظم محمد شهباز شريف اړوندو چارواكو ته په اور قابو موندلو له د هڅو تندولو وئيلي وو او په دې اړې يۍ راپور غوښتلې وو۔ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا د جاري كړې شويو تفصيلاتو له مخې په وفاقي او صوبائي څانګو مشتمله ډله جوړه كړې شوې ده۔ دې سره سره يو كنټرول روم جوړ كړې شوې او د ژوب كمشنر په ځپلې سيمه كښې بېړنې حالت نافذ كړې دې۔ وزيراعظم سره په جمع كړې شوي راپور كښې وئيلې شوي دي چې د بلوچستان چيف سېكتر ٬ د ځنګلونو سېكتر او د پي ډي اېم اے ډي جي د ځپلې سيمې دوره كړې ده۔ د بېلو ډلو 300 اهلكار په شېرګلي ٬ زرغون زاور ٬ تورګړھ او تكئ سيمو كښې اور قابو كولو له په روانو عملياتو كښې برخه اخلي۔ د وزيراعظم خاص استازي او وفاقي وزير مولانا عبد الواسع په ژوب كښې د يوې غونډې مشري هم وكړه۔ د وزیراعظم د هداياتو په رڼا كښې په شېراني ضلع كښې د ځنګلاتو سېكتر په مشرۍ كښې ټاسك فورس جوړ كړې شوې دې ٬ دې سره سره د وېلیج اېنډ اېریا فائیر کنټرول کمېټيو جوړلو له نوټيفيكېشن هم جاري كړې شوې دې۔ رپورټ كښې وئيلي شوي چې پاك پوځ روانو عملياتو لپاره دوه چورلكې وركړې دي او آرمي بېس كېمپ هم جوړ كړې شوې دې۔
وزیراعظم ته په شېراني كښې په ځنګلونو د لګېدلي اور په اړه راپور وړاندے كړے شو
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea